په ننګرهار ولايت كې د يو قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان د سولې پروسې سره يو ځاى شول.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ د ملي امنيت ادارې په هلو ځلو د طالب قوماندان عبدالوهاب په مشرۍ پنځه وسله وال د سولې بهير سره يو ځاى شول.
سرچينه وايي، يادو کسانو له دې وړاندې په خوګياڼو، شېرزادو، حصارک او چپرهار ولسواليو کې د حکومت ضد کړنې ترسره کولې.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، د سولې بهير سره يو ځاى شوو وسله والو خپله څلور ميله بېلابېل ډوله وسله هم افغان ځواکونو ته وسپارله.
وسله والو طالبانو تراوسه د سولې پروسې سره د خپلو ملګرو د يو ځاى کېدو په اړه څه نه دي ويلي.


