ads

لندن كې د تېرې اونۍ د اور لګېدنې تلفات د زياتېدو په حال کې دي

بريتانوي چارواکو په ګرينفل ودانۍ کې د تېرې اونۍ لګېدلي اور له كبله د ۵۸ ورکو شوو کسانو په اړه ويلي، چې ښايي دوى هم خپل ژوند له لاسه ورکړى وي، خو له غورځېدلې ودانۍ څخه د اجسادو د ايستلو لړۍ لا هم دوام لري.

نویسنده: sarwan
28 غبرګولی 1396
لندن كې د تېرې اونۍ د اور لګېدنې تلفات د زياتېدو په حال کې دي

بريتانوي چارواکو په ګرينفل ودانۍ کې د تېرې اونۍ لګېدلي اور له كبله د ۵۸ ورکو شوو کسانو په اړه ويلي، چې ښايي دوى هم خپل ژوند له لاسه ورکړى وي، خو له غورځېدلې ودانۍ څخه د اجسادو د ايستلو لړۍ لا هم دوام لري.
د بريتانيا پوليسو وېره څرګنده کړې، چې ښايي د تلفاتو شمېر نور هم زيات شي.
ژغورونکي توانېدلي، چې يوازې د شپاړسو کسانو مړي را وباسي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د لندن د ګرينفل ۲۷ پوړيزې ودانۍ په دويم پوړ کې اور ولګېد، چې وروسته ټولې ودانۍ ته خپور شو.
په لومړنيو رپوټونو کې ويل شوي وو، چې يوازې شپاړس کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، خو وروستۍ شمېرې ښيي، چې د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
پوليس تراوسه نه دي توانېدلي، چې د اور لګېدنې د علت په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو په تړاو يې پلټنې روانې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA