راپورونه وايي، د پرتګال په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له كبله تراوسه د نولسو کسانو د مړينې پخلى شوى او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
پرتګالي چارواکو ويلي، د دغه هېواد د مرکزي سيمو ځنګلونو کې لګېدلى اور د استوګنې سيمو ته غځېدلى او اور وژونکي هڅه کوي، چې د ځمکې او هوا له لارې د اور د خپرېدو مخه ونيسي.
د اور لګېدو له كبله په سړکونو کې ګڼ شمېر موټرونه او يو شمېر کورونه هم سوځېدلي دي.
تراوسه د لګېدلي اور د علت په اړه څه نه دي ويل شوي.
پوليسو ځنګلونو ته څېرمه اوسېدونکو کورنيو ته د وتلو امر كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


