جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د قانون په چوکاټ کې لاريونونه د هېوادوالو حق دى، خو د لارو بندېدل او خلکو ته مزاحمت کول د منلو وړ نه دي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازيګر په ارګ كې د ولسي جرګې اداري پلاوي سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د ولسي جرګې اداري پلاوي په کابل ښار کې د تحصن خېمو په اړه وويل، د قانون مطابق لاريون د هېواد د هر وګړي حق دى، خو د خېمو شتون خلکو ته زياتې ستونزې رامنځته کړي او دا ستونزې بايد پاى ومومي.
دغه پلاوي څرګنده کړه، چې په هېواد کې د قانون د پلي کېدو په برخه کې دوى د ملي يووالي حکومت ترڅنګ ولاړ دي.
بلخوا جمهور رئيس غني وويل، په هغو کتنو کې، چې په تېرو څو ورځو کې يې په ارګ کې د خلکو مختلفو اقشارو سره لرلې، هغوى پر سړکونو د خېمو موجوديت او د لارو بندښت څخه شکايت درلود او په خبره يې، سوداګرو او کسبګرو هم له دې كبله زيات زيانونه ليدلي دي.
د ولسي جرګې اداري پلاوى وايي، په ملي شورا کې د کابل وکيلانو او د کابل ولايتي شورا استازو سره يو ځاى به له معترضينو سره وګوري او له هغوى سره به د دې ستونزې د حل په اړه خبرې وکړي.


