ads

د زېږون پر مهال د مور او ماشوم مړينه زياته شوې

د يوې تازه سروې له مخې د پخوا په پرتله په افغانستان کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه لوړه شوې او يو ځل بیا هغه هیلې په اوبو لاهو شوې چې فکر کېده ښايي راتلونکو کلونو کې دغه ستونزه تر ډېره حل شي.

نویسنده: sarwan
27 غبرګولی 1396
د زېږون پر مهال د مور او ماشوم مړينه زياته شوې

د يوې تازه سروې له مخې د پخوا په پرتله په افغانستان کې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه لوړه شوې او يو ځل بیا هغه هیلې په اوبو لاهو شوې چې فکر کېده ښايي راتلونکو کلونو کې دغه ستونزه تر ډېره حل شي.
که څه هم يو کال وړاندې د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د يوه پنځه کلن پلان له مخې د مور او ماشوم د مړينې کچې د ټيټولو په هدف د قابلو روزل زياتوي او د دغه ستونزې د راکمولو هڅه به کوي خو ددې پر خلاف په داسې حال کې چې تر دې وړاندې په هرو سل زرو افغان ميندو کې ۲۳۷ يې د زېږون پر مهال مړې کېدې اوس مهال دغه شمېره ۱۲۰۰ ته پورته شوې ده. په دې سره افغانستان د نړۍ په کچه له جنوبي سوډان وروسته دويم هېواد دی چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه پکې زياته ده.
د عامې روغتیا وزارت دغه سروې څرګندوي چې د روغتيايي مرکزونو کمښت، د قابلو کموالی، په سيمو کې امنيتي او ټرانسپورټي ستونزې او د سړکونو له کچې ډېر خرابوالی د ميندو د ډېرې مړينې سبب شوي دي.
له بل لوري خلک د روغتیا وزارت په ناغېړۍ تورنوي. دوی وايي دغه وزارت په تېرو اوولس کلونو کې ونه کړای شو چې د قابلو د کمښت ستونزه اواره کړي. په ډېرو ولایتونو کې د قابلو د نشت ستونزه اوس هم پر ځای ده او خلک يې له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د قابلو د نشت ستونزې
تېر کال په لغمان ولایت کې د قابلګۍ له زدهکړو ۲۵نجونې فارغې شوې، خو د دې ولایت اوسېدونکي وايي د دې قابلو له فراغت سره هم د دوی ستونزه نه ده هواره شوې. دوی وايي چې له يادو ۲۵ تنو قابلو يې ډېرې لرې پرتو کلیو ته نه ځي او غواړي چې د لغمان مرکز يا هم جلالاباد ښار کې کار وکړي.
د لغمان د الیشنګ اوسېدونکی دادمحمد سرداري وايي چې په کليو کې یې ډېری وخت ميندې د ماشوم د زېږون پر مهال مري: ((زموږ ستونزې په دې برخه کې ډېرې دي، حکومت هېڅ کله هم زموږ د ستونزو د اوارېدو لپاره داسې هڅه نه ده کړې چې زموږ درد دې دوا کړي. ورېندار مې میندواره وه، تر مهترلام مو ونه شوای رسولای، په لاره کې يې ساه ورکړه، زموږ درد کله حکومت لیدای شي.)) نوموړی له دولت غواړي چې که په رښتيا هم د خلکو خدمتګار وي، نو د دوی دا ستونزه دې په لومړيتوب کې ونيسي.
د همدې ولایت د قرغيو اوسېدونکی حنيف توخی بیا وايي چې د دوی په کلينيک کې ښځه ډاکټره نشته، که ډاکټره ورشي هم په لنډ وخت کې بیا بېرته ترې ځي: ((زموږ کلینیک کې ښځه ډاکټره نه لرو، که کوم ناروغ راته پیدا شي بیا يې تر مرکز مهترلام پورې وړو، ډېری وخت په اولاد ناروغې ميندې په لاره کې ضايع کېږي، له يوې خوا ګرمي ده او له بلې خوا سړکونه هم دومره خراب دي چې تر مرکز پورې جوړ سړی هم پرې ناروغ کېږي.)) توخی زیاتوي چې په کلينيک کې د ډاکټرې د نشتوالي تر څنګ يې بله لويه ستونزه د لارو خرابوالی دی چې ټول سړکونه يې خامه دي او دولت يې د جوړولو تکل هم نه لري.
د لغمان تر څنګ بیا د پکتيکا اوسېدونکي هم له يادې ستونزې کړېږي، د عبدالله طوطاخېل په نوم د دې ولایت اوسېدونکی چې له خپلې مېرمنې درې اولادونه يتيمان ورته پاتې دي وايي چې دوی تل له ډول ډول ستونزو او بې کفايتيو ځورېدلي دي او هر وخت يې ميندې د تولد په وخت کې مړې شوې دي. طوطاخېل زياتوي چې که دوی هرڅومره چيغې ووهي او دولت ته خپلې ستونزې وړاندې کړي، خو بیا يې هم څوک په کيسه کې نه دي او نه يې هم چيغې ځای نيسي: ((زه د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی يم، باور وکړه چې زموږ ولسوالي او زموږ خلک له دولت هېر دي، داسې راته ښکاري چې دوی موږ هېڅ په نفوس کې شمار کړي نه يو، که په نفوس کې شمېر وای، نو زموږ ستونزو ته به يې هم لږ نظر لګولی، ماته درې يتيمان پاتې شول، مېرمن مې څو مياشتې وړاندې په اولاد ناروغه شوه، ترڅو مو يوه ځای ته رسوله په لاره کې وفات شوه، دا يوازې زه نه يم، دلته د ټولو خلکو همدا حال دی، ټول له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.))
د دې ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر وليګل د ياد ولایت ستونزې مني، هغه وايي چې خلک هم بايد دولت ته لاس ورکړي، هغه د ولایت له اوسېدونکو هيله او غوښتنه کوي چې د خپلو مېرمنو په خاطر خپلې لوڼې وهڅوي چې زدهکړې وکړي، خلکو ته د خدمت جوګه شي، په ځانګړې توګه د پکتيکا ولایت لپاره چې نن ورځ د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی: ((موږ نن ورځ په ولایت کې د مور او ماشوم په برخه کې له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان يو، که خلک خپلې لوڼې د قابلګي زدهکړو ته ونه لېږي، نو له دولت دې هم تمه نه کوي چې له کابل به قابلې ورته راولېږي.)) هغه زیاتوي چې تېر کال يې په دې برخه کې ۲۳نجونې له زدهکړو فارغې کړې چې د ځينو سيمو ستونزې تر يوې کچې ورسره اوارې شوې او سږ کال به هم هڅه وکړي چې په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې ولري.
د ولسي جرګې ځينې استازي هم وايي چې د هېواد ډېری سيمې روغتيايي مرکزونه نه لري. د کونړ د خلکو استازی حاجي سخي مشواڼی وايي چې ډېری داسې ولایتونه شته چې يوازې يو روغتون لري او مېرمنې روغتون ته د رسېدو لپاره له ډول ډول ستونزو سره سره ساعتونه ساعتونه مزل کوي: ((موږ د کونړ د خلکو ستونزې څو ځله له چارواکو سره شريکې کړې دي، خو بیا هم دوی زموږ غږ نه دی اورېدلی، زموږ ډېری ولسوالۍ کلینیک نه لري او يوه مور چې په اولاد ناروغه شي، بیا يې تر مرکز اسعداباده پورې رارسول سخت کار دی چې ډېری وخت تر روغتون پورې ژوندۍ نه رسېږي.))

د ۱۲۰۰۰ قابلو د روزلو پلان
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې اوس مهال د افغانستان په روغتونونو او کلینيکونو کې د ۴زره په شاوخوا کې قابلې په کار بوختې دي چې د ډېری هېوادوالو ستونزې يې اوارې کړې دي، د روغتیا نړيوال سازمان هڅه کوي چې په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي او تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به په ټول هېواد کې د قابلو شمېر تر ۱۲ زره پورې لوړ کړي چې هغه وخت به بیا د هېواد د ۸۰ په سلو کې ميندوارو ميندو ستونزې ورسره اوارې شي.
د روغتیا نړيوال سازمان زیاتوي چې د پخوا په پرتله په افغانستان کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې، هغه داسې چې په تېرو ۱۵کلونو کې به په هرنيم ساعت کې د زېږون پر مهال يوې مور خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو اوس مهال په هرو دوو ساعتونو کې يوه د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هڅې او پر وړاندې يې خنډونه
د افغانستان د عامې روغتیا وزير مني چې دوی ته ډېر کار په مخکې دی او نه دی توانېدلي چې د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچې د بیا زياتوالي مخه ونيسي. نوموړی ټينګار کوي چې اوس مهال هم په هرو دوو ساعتونو کې يوه مور د زېږون پر مهال مري: ((په دې برخه کې د قابلو رول ډېر مهم دی، موږ هڅه کوو چې دا ستونزه پای ته ورسوو، خو ډېر کار ته اړتیا ده او اوس د پخوا په پرتله د قابلو د روزنې په برخه کې ډېر کار شوی. زموږ ډېری ستونزې د خلکو د نه پاملرنې له کبله هم دي، ډېری هېوادوال اوس هم خپلې مېرمنې روغتيايي مرکزونو ته د ولادت لپاره نه بیایي، زموږ په سلو کې ۴۸مېرمنې په روغتيايي مرکزونو کې او نورې يې لاهم په کورونو کې په غیرمعياري ډول ولادت کوي.)) فېروز زیاتوي چې زیاتره قابلې دې ته نهحاضرېږي چې د کار لپاره ولایتونو ته لاړې شي چې د ده په خبره دا په‎خپله يوه ستونزه ده.
د همدې ستونزو د اواري په هدف مو د عامې روغتيا وزارت د ميندوارۍ چارو له رييسې زليخا انوري وپوښتل چې دولت د خپل هغه پنځه کلن پلان په عملي کولو کې څومره پرمختګ کړی چې له مخې به يې د قابلو د روزلو هڅې ډېروي؟ هغې کلید ته وویل، چې په ۱۳۹۰لمريز کال د ميندو د مړينې کچه په سل زره کې ۱۶۰۰وه چې د وزارت په هڅو سره له هغې څو کاله وروسته ډېره راټيټه يعنې ۲۳۷ته ورسېده او اوس يو ځل بیا د ميندوارو مېرمنو د مړينې کچه په سل زره کې ۱۲سوه ته رسېدلې ده او نوموړې دا ستونزې مني.
مېرمن انوري زیاتوي چې د روغتيا وزارت د قابلګي زدهکړو ته د نجونو د هڅولو په برخه کې ډېر څه کړي دي او لايې هم کوي، نوموړې وايي چې اوس تر پخوا د قابلو د زدهکړو لپاره ډېر مرکزونه لري او هر کال په دې برخه کې ډېرې فارغينې لري: ((موږ د قابلو د روزنې پروسه په ټول هېواد کې لرو، په ځينو ولایتونو کې مو په کاپي اندازه قابلې روزلې دي، خو يوه لويه ستونزه د امنيت نشتوالی دی او بله لویه ستونزه داده چې په ځينو سيمو کې داسې نجونې پيداکولی نه شو چې زدهکړې ولري او د قابلګي پروګرام ته يې د روزنې لپاره شاملې کړو.))
انوري د ميندو د مړينې د کچې د يو ځل بيا لوړېدو په اړه کلید ته وویل: ((په هېواد کې ناامنيو، د سړکونو خرابوالي او په ډېريو کليوالو سيمو کې د قابلو نشتوالی هغه ستونزې دي چې د مور او ماشوم د مړينې کچه يې لوړه کړې، له بلې خوا په ډېری سيمو کې چې کلينيک هم شته، خو چې قابله نه وي ډېری ډاکټران نارينه ډاکټرانو ته خپلې مېرمنې نه بیايي.))
انوري زیاته کړه چې ډېری کورنۍ هم په دې برخه کې ملامتې دي،د ځينو کورنيو نارينه د ميندوارۍ په پړاو کې خپلو مېرمنو ته پام نه کوي، سم خواړه نه ورکوي، درانه کارونه پرې کوي او وخت په وخت يې ډاکټر ته نه بیايي: ((موږ په ټولو برخو کې اساسي ستونزې په نښه کوو، ډېری کسان فکر کوي چې زېږېدل يوه طبيعي پروسه ده، ډېری يې تغذيې ته فکر نه کوي، له مېرمنو سره ناوړه چلند کوي، د حمل په وخت کې ډېری کسان د خطر په نښو نه پوهېږي چې په دې وخت کې د خطر نښې کومې دي او د خطر په وخت کې له خپلو مېرمنو سره څه ډول چلند وکړي.))
انوري مني چې په ډېری لرې پاتې سيمو کې قابلې او ښځينه ډاکټرې نه لري چې بېلابېل علتونه لري: ((داسې ډېرې سيمې شته دي چې قابلې نه لري، ډېری سيمو ته د امنیت د خرابوالي له کبله قابلې نه ځي، خو موږ هڅه کوو چې په هره سيمه کې د سيمې نجونو ته روزنه ورکړو او بیا یې هملته په کار وګمارو.))
انوري وايي چې ډېری ولايتونو لکه غور، پکتيکا، نورستان، اروزګان او بادغېس ته د امنيت د خرابوالي له کبله چې وخت ناوخت ډاکټرانو ته ستونزې جوړې شوې دي، ښځينه ډاکټرانې او قابلې زړه نه ښه کوي چې لاړې شي، دوی ډېر ځله هلته قابلې او ډاکټرانې لېږلې دي خو د ستونزو له کبله يې بېرته کار پرېښی دی: ((دوی هلته ګوزاره نه کوي، له جګړو او ناامنيو وېرېږي، ډېری وخت يې کورنۍ هم هوکړه نه کوي چې لوڼې یې دې په ډېره ناامنه سيمه کې کار وکړي، نو په دې برخه کې زموږ ډېرې ستونزې ناامنيو جوړې کړې دي.))
هېواد کې د جګړو، ټرافيکي پېښو، تاوتريخوالو او نورو ستونزو تر څنګ يوه جدي ستونزه د زېږون پر مهال د مور او ماشوم مړينه ده او له بده مرغه د پخوا په پرتله يو ځل بیا د مور او ماشوم د مړينې کچه لوړه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA