ads

يو افغان پلاوی خبرو لپاره نن ايران ته ځي

ټاكل شوې، چې د افغان حكومت يو پلاوى نن ايران ته لاړ شي.
ويل كېږي، چې په دې پلاوي كې به يو شمېر افغان چارواكي، ډيپلوماټان او په بېلابېلو برخو كې مذاكره كوونكي شامل وي.

نویسنده: sarwan
27 غبرګولی 1396
يو افغان پلاوی خبرو لپاره نن ايران ته ځي

ټاكل شوې، چې د افغان حكومت يو پلاوى نن ايران ته لاړ شي.
ويل كېږي، چې په دې پلاوي كې به يو شمېر افغان چارواكي، ډيپلوماټان او په بېلابېلو برخو كې مذاكره كوونكي شامل وي.
كابل او تهران له دې وړاندې كابل ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير د سفر په مهال هوكړه كړې وه، چې پر يوه ستراتېژيك سند د هوكړې لپاره به په پنځو كمېټو كې خبرې او بحثونه پيلوي.
په ايران كې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مسوول سيد نادر پژوهش رسنيو ته ويلي، چې ټاكل شوې افغان پلاوى په امنيتي، اقتصادي، فرهنګي، اتباعو او اوبو برخو كې په پنځو كمېټو كې د شنبې په ورځ ايران ته ورسېږي او د دوه ورځو په اوږدو كې به د ايران د اړوندو چارو له كمېټو سره بحث او خبرې وكړي.
ټاكل شوې وه، چې افغانستان او ايران د پخواني جمهور رئيس حامد كرزي د واك په وروستي كال كې د ستراتېژيكو همكاريو يو سند لاسليك كړى وى، خو د دغه سند د وروستي كولو لپاره خبرې د نامعلومو دلايلو له كبله وځنډېدې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA