ads

د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې تازه دمي ځواكونه ځاى پر ځاى شول

د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملياتو له مخې نوي تازه دمه امنيتي ځواکونه له نوو اکمالاتو سره ځاى پر ځاى او مخکني ترې را وايستل شول.

نویسنده: sarwan
27 غبرګولی 1396
د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې تازه دمي ځواكونه ځاى پر ځاى شول

د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملياتو له مخې نوي تازه دمه امنيتي ځواکونه له نوو اکمالاتو سره ځاى پر ځاى او مخکني ترې را وايستل شول.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، تر اکمالاتو او د تازه ځواکونو له ځاى پر ځاى کېدو وروسته اکمالاتي کاروانونو کې هغه مخکني امنيتي ځواکونه، چې مارجه کې له تېر شاوخوا يو کال راهيسې مېشت وو، را وتلي دي.
سرچينه وايي، چې د کمپ او ولسوالۍ شاوخوا سيمو کې افغان ځواکونو پام وړ پرمختګونه کړي او اوس مهال هلته تصفيوي عمليات دوام لري.
د سرچينې په خبره، د مارجې له يو شمېر سيمو څخه ځينې امنيتي پوستې، چې شتون يې چندان اهميت او اغېز نه درلود راټولې شوې او د پوځي عملياتو د پلان له مخې په کمپ بازار او د ولسوالۍ شاوخوا سيمو کې د ګډو ځواکونو نوې مستحکمې پوستې جوړې شوې دي.
د هلمند امنيتي چارواكي وايي، په دې عملياتو کې، چې له تېرو شاوخوا شپږ ورځو راهيسې دوام لري، وسله وال مخالفين سخت ځپل شوي او ورته درانه تلفات اوښتي دي.
خو وسله والو طالبانو ويلي، چې تېره ورځ يې په مارجې ولسوالۍ كې ۲۵ امنيتي پوستې نيولې او زياته اندازه وسلې او مهمات يې ترلاسه كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA