ads

د امريکا جنګي بېړۍ په جاپان کې د فليپين له بار وړونکې بېړۍ سره ټکر کړی

امريکايي پوځي چارواکو ويلي، چې د جاپان په اوبو کې يې يوې جنګي بېړۍ د فليپين بار وړونکې بېړۍ سره ټکر کړى دى.

نویسنده: sarwan
27 غبرګولی 1396
د امريکا جنګي بېړۍ په جاپان کې د فليپين له بار وړونکې بېړۍ سره ټکر کړی

امريکايي پوځي چارواکو ويلي، چې د جاپان په اوبو کې يې يوې جنګي بېړۍ د فليپين بار وړونکې بېړۍ سره ټکر کړى دى.
په سيمه کې د امريکا پوځي چارواکو نه دي ويلي، چې د ټکر علت څه دى، خو د ټکر له كبله دواړو بېړيو ته زيان اوښتى دى.
په دې اړه امريکايي چارواکو نور جزيات نه دي ورکړي.
امريکا د جاپان په اوبو کې سمندري ځواکونه ځاى پر ځاى كړي، چې د سيمې د امنيت په هدف کله ناکله ګزمې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د فارس خليج هورموز تنګي کې بيا د امريکا او ايران جنګي بېړۍ سره مخامخ شوې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA