دویم ځلي باور

كه څه هم د کابل پروسې په کنفرانس کې جمهور ريیس غني د وروستي فرصت په توګه طالبانو ته د سولې د خبرو بلنه ورکړه او پاکستان يې تورن کړ چې له افغانستان سره يې پر خپلو هوکړو عمل نه دی کړی، خو اوس يو ځل بیا د شانګهای سازمان د غونډې په څنډه کې د افغانستان جمهور رييس، د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د چين جمهور رييس شي جېن پېنګ هوکړه کړې چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ څلور اړخيزې غونډې به له سره پیلوي.