جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د کابل سراسري امنيتي پلان جوړ شوى او ژر به په يوې لويې ولسي اجماع کې پرې بحث وشي، ترڅو اوسنۍ امنيتي ننګونې حل شي.
نوموړي دا څرګندونې په ارګ کې له امنيتي او دفاعي منسوبينو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې کومانډو ځواکونه به دوه برابره زيات شي او تشکيل به يې په قول اردو بدل شي.
هغه څرګنده کړه، په ملکي برخه کې د نظاميانو د استفادې فرهنګ بايد ختم شي او د ده په ګډون هېڅوک حق نه لري، چې له کومانډو ځواکونو څخه د شخصي ساتونکو په توګه کار واخلي.
د هېواد جمهور رئيس وويل، د لوړپوړو چارواکو د امنيت د ټينګښت په خاطر د ښار جوړولو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې تر يو چتر لاندې مشخص ځای ورته په پام کې ونيسي.
امنيتي او دفاعي منسوبينو په دغه غونډه كې د امنيتي تدابيرو او په خپلو اړوندو ادارو کې د کاري اجراآتو په اړه جمهور رئيس غني ته د راپور ورکولو ترڅنګ د دښمنانو د شومو پلانونو د شنډولو او د هېوادوالو د امنيت د ټينګښت په برخه کې د امنيتي ارګانونو د جدي اقدماتو د نيولو ډاډ وکړ.


