امريکايي پوځي چارواکي وايي، چې د سوريې په جنوب کې يې ګرځنده توغندي ځاى پر ځاى کړي دي.
د امريکا د دفاع وزارت چارواکو د دې كار هدف د داعش د بريدونو مخنيوى او د خپل پوځي مرکز ساتل ياد کړي دي.
په سيمه کې د امريکا پوځي چارواكو دا نه دي ويلي، چې څومره توغندي يې ځاى پر ځاى کړي دي.
امريکا ياد توغندي په داسې حال کې ځاى پر ځاى کړي، چې د سوريې جمهور رئيس بشارالاسد همدې سيمې ته نږدې د جګړې ممنوعه سيمې د جوړولو پلان وړاندې کړى دى.
بلخوا روسيې په ياده سيمه کې د امريکايي توغنديو د ځاى پر ځاى کېدو له كبله خواشيني څرګنده کړې او وېره يې ښودلې، چې ښايي دغه توغندي د بشارالاسد د رژيم په ضد وکارول شي.


