په کندهار ولايت کې د ملي سوداګرو له لوري د دوه سوه معلولینو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په کندهار کې د درملو د اتحاديې په نوښت د ملي سوداګرو یوه اتحادیه جوړه شوې ده، چې لسګونه ملي سوداګر په کښې ګډون لري او په ګډه اړو کسانو سره مرسته کوي.
د ملي سوداګرو د دغې اتحاديې لخوا تېره ورځ د کندهار ښار د اومې حوزې په مربوطاتو کې د معلولینو په ښار ګوټي کې د شاوخوا دوه سوه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د درملو د اتحاديې مسوول رحم الدین اغا وايي، چې ددغه توکو ټول لګښت چې شاوخوا شپږ لکه افغانۍ کېږي د سوداګرو د ملي اتحاديې لخوا ورکول شوی دی.
رحم الدین اغا وایي، د ملي سوداګرو اتحادیه هر وخت په روژه کې د نورو اړو کورنیو تر څنګ په کندهار کې د معلولینو سره هم مرسته کوي.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته اوړه، شل کیلو غوړي، لس کیلو وريجې او د کاليو مينځلو لپاره صابون ورکړل شول.
مرسته اخیستونکي کورنۍ د مرستې تر لاسه کولو وروسته خورا خوښې وې او ویل يې، چې دوی نورو مرستو ته هم اړتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې دا مهال په زرګونه معلولین په کندهار کې شته، چې د بې وسۍ له کبله يې اکثره نورو ته لاس نیسي.
دوی له حکومت څخه غوښتنه کوي، چې دوی لپاره د کار زمینه برابره کړي، چې د نورو له مرستو خلاص او خپله ځان او اولادونو ته نفقه چمتو کړي.


