ads

غني له ګوترس سره د سولې، ثبات، تروريزم سره د مبارزې او امنيت په اړه خبرې وکړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ له غرمې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونيو ګوترس سره چې په يو رسمي سفر کابل ته راغلی و، وکتل.

نویسنده: sarwan
25 غبرګولی 1396
غني له ګوترس سره د سولې، ثبات، تروريزم سره د مبارزې او امنيت په اړه خبرې وکړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ له غرمې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونيو ګوترس سره چې په يو رسمي سفر کابل ته راغلی و، وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ملګرو ملتونو سازمان سکرتر جنرال په کابل کې د وروستيو تروريستي پېښو په اړه د افغانستان دولت او خلکو ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.
هغه په افغانستان کې د تروريستي بريدونو د غندلو تر څنګ تروريزم د بشريت ګډ دښمن وباله.
جمهور رئيس غني د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د افغانستان دولت او خلکو سره د هغه له خواخوږي او غمشريکي مننه وکړه.
دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د سولې، ثبات، امنيت، تروريزم سره د مبارزې او د سيمه ييزو او پام وړ موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونيو ګوترس د هېواد جمهور رئيس څخه د معلوماتو وړاندې کولو له امله مننه وکړه او ويې ويل، ملګرو ملتونو سازمان به د افغانستان دولت او خلکو سره د دوامدار همکار په توګه پاتې شي او د سولې او ثبات د تامين او همدارنګه حکومتي بنسټونو کې د اصلاحاتو برخه کې د افغانستان د حکومت د برنامو ملاتړ کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA