ads

د ننګرهار د ښه امنيت ټيڼګښت لپاره جدي اقدامات ترسره کېږي

د ننګرهار ولايت مرستيال محمد عالم اسحاقزي د نظامي شورا په ناسته کې په دې ولايت کې د امنيت ټينګښت په موخه د امنيتي ادارو مسوولينو ته د جدي اقداماتو تر سره کولو لارښوونه وکړه.

نویسنده: sarwan
25 غبرګولی 1396
د ننګرهار د ښه امنيت ټيڼګښت لپاره جدي اقدامات ترسره کېږي

د ننګرهار ولايت مرستيال محمد عالم اسحاقزي د نظامي شورا په ناسته کې په دې ولايت کې د امنيت ټينګښت په موخه د امنيتي ادارو مسوولينو ته د جدي اقداماتو تر سره کولو لارښوونه وکړه.
دغه ناسته، چې تېره ورځ د ولايت په مقام کې جوړه شوې وه، په کې د ولايت مرستيال محمد عالم اسحاقزي سربيره د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څلورمې پلې لوا قومندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين، د ملي امنيت مرستيال، امنيې قومندانۍ، عامه نظم او سرحدي لېوا مسوولينو، د همغږۍ قومندان او نورو ګډون کړی و.
د ننګرهار ولايت مرستيال د امنيتي ادارو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د امنيت ټينګښت په موخه جدي اقدامات تر سره کړي.
نوموړي دغه راز مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د کوچني اختر د ښه نمانځلو په موخه په ښار او ټولو سيمو کې ډاډمنه امنيتي فضا برابره کړي.
امنيتي مسوولينو ډاډ څرګند کړ، چې دوی د امنيت ټينګښت او مخالفينو ځپلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA