د اروزګان ولايت ځينې امنيتي ځواکونه له دولته غواړي، چې د معاشاتو او په وخت د مهماتو د رسېدلو ستونزه يې حل شي.
ياد امنيتي ځواکونه چې د اروزګان په ګوګرک سيمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې په جګړه بوخت دي ډاډ ورکوي، چې تر وروستۍ سلګۍ به له خپل هېواده دفاع کوي.
خو د سيمې پوليس بيا د امکاناتو له نشته او د معاشاتو په وخت له نه اجرا شکايت کوي او د يادو ستونزو د حل غوښتنه کوي.
د دوی په خبره، څو مياشتې کېږي، چې معاشونه يې نه دي اخيستي او د اختر په رارسېدو يې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
خو په ورته وخت کې د اروزګان ولايت د امنيې فومندانۍ مسوولين وايي، هغه پوليس چې په ياده سيمه کې په جګړه بوخت دي، له ټولو حقونو برخه من او معاشونه يې هم په خپل وخت کې اجرا کېږي.
د اروزګان ولايت د امنيې قومندانۍ وياند شفيق الله طاهري د يادو پوليسو ادعا ردوي او وايي، چې ځواکونه يې د مهماتو له هېڅ ډول ستونزې سره مخ نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملي پوليس، ملي اردو او نور هغه امنيتي ځواکونه چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې په جګړه بوخت دي، د مهماتو له نشته سخت شکايت کوي او د ځينو سيمو له سقوطه خبرداری ورکوي، خو د کورنيو چارو او دفاع وزارت مسوولين ټينګار کوي، چې ځواکونه يې پوره امکانات لري او هېڅ کله هم د مهماتو له نشت سره نه دي مخ شوي.


