هلمند كې د طالبانو د يوې ډلې لخوا پر بلې ډلې موټر بم ځانمرګى بريد شوی
په هلمند ولايت كې د طالبانو يوې ډلې پر بلې ډلې موټر بم ځانمرګى بريد كړى دى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ګرشك ولسوالۍ په سامينار سيمه كې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د ملا هبت الله ډلې د ملا رسول پر ډلې موټر بم ځانمرګى بريد كړى او يو شمېر كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed