ads

هلمند كې د طالبانو د يوې ډلې لخوا پر بلې ډلې موټر بم ځانمرګى بريد شوی

په هلمند ولايت كې د طالبانو يوې ډلې پر بلې ډلې موټر بم ځانمرګى بريد كړى دى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ګرشك ولسوالۍ په سامينار سيمه كې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د ملا هبت الله ډلې د ملا رسول پر ډلې موټر بم ځانمرګى بريد كړى او يو شمېر كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
24 غبرګولی 1396

د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالسلام افغان هم دغه پېښه تاييدوي، خو په خبره يې، د مرګ ژوبلې په اړه يې كره معلومات نه لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA