د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په نښته کې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې تېره شپه دوه بجې د الینګار ولسوالۍ په ابوزیو سیمه کې وسله والو طالبانو د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د دواړو له لوریو له څو ساعته نښتې وروسته یو وسله وال وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
نوموړی دغه راز وایي، چې په یاده نښته کې دوه سیمه ییز پولیس هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


