ads

د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي ته داعش وسله وال داخل شوي‎

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي، داعش وسله وال وزيرو تنګي ته ور داخل شوي او له سهار راهيسې سلګونه کورنۍ له خپلو سيمو کډې کولو ته مجبورې شوې دي.

نویسنده: sarwan
24 غبرګولی 1396
د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي ته داعش وسله وال داخل شوي‎

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي، داعش وسله وال وزيرو تنګي ته ور داخل شوي او له سهار راهيسې سلګونه کورنۍ له خپلو سيمو کډې کولو ته مجبورې شوې دي.
د خوګياڼو ولسوال ډډک زلمي کليد سره په خبرو کې وويل، چې داعش وسله وال د چپرهار او پچيراګام ولسواليو له لارې خوګياڼو ولسوالۍ ته ور داخل شوي او اوسمهال يې د وزيرو تنګي په څو کليو کې خپل حضور پيدا کړى دى.
د نوموړي په خبره، د وزيرو تنګي له احمدخېلو او پيرخېلو څخه لسګونه کورنۍ کډه شوي او د ولسوالۍ نږدې سيمو ته يې خپل ځانونه رسولي دي.
ولسوال زياته كړه، دوى له ولايتي ادارې سره په تماس کې دي، چې څنګه وشي کړاى د بې ځايه شويو خلکو ژوند خوندي کړي.
داعش وسله وال په داسې حال کې خوګياڼو ولسوالۍ ته داخلېږي، چې له سيمې يو شمېر سرچينې وايي، چې تېره شپه ياده ډله تورې بوړې ته هم داخله شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA