د بريتانيا د پايتخت لندن په يوې ۲۷ پوړيزې ودانۍ كې تېره شپه اور لګېدنه رامنځته شوې، چې اوس هم دوام لري.
بريتانوي چارواکي وايي، چې دا مهال سلګونه اور وژونکي د اور پر کابو کولو بوخت دي.
د ګرېنفل برج په نوم د يادې ودانۍ شاوخوا سيمو څخه د خلکو د ايستلو لړۍ پيل شوې ده.
بريتانوي رسنيو ويلي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې د اور لګېدنې له كبله ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي، خو د کره شمېر په اړه يې څه نه دي ويل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


