ads

د جرګو وطن ولې د جګړو پر وطن اوښتی؟

د نړۍ هېڅ هېواد به له سيمه ييزو شخړو خلاص نه وي او دا ډول ډېری ستونزې یې د محاکمو له لارې اوارېږي، خو افغانستان هغه هېواد دی چې خلک یې اوس هم د خپلو شخړو د حل لپاره جرګې تر محاکمو غوره بولي.

نویسنده: sarwan
24 غبرګولی 1396
د جرګو وطن ولې د جګړو پر وطن اوښتی؟

د نړۍ هېڅ هېواد به له سيمه ييزو شخړو خلاص نه وي او دا ډول ډېری ستونزې یې د محاکمو له لارې اوارېږي، خو افغانستان هغه هېواد دی چې خلک یې اوس هم د خپلو شخړو د حل لپاره جرګې تر محاکمو غوره بولي.
په جرګو او سيمه ييزو شوراګانو کې د سيمې د مخورو، ديني عالمانو او قومي مشرانو شتون هغه څه دي چې د جرګو اغېز يې زيات کړی او همدې جرګو په لوړه کچه د هېواد پر ټولنيز او سياسي ثبات هم څرګند اغېز درلودلی دی. د هېواد په اوسنۍ جګړه کې په زرګونو قومي مشران، ديني عالمان او سيمه یيز مخور د ځنځيري وژنو ښکار شول. دا ټول هغه کسان وو چې ډېری لويې شخړې یې په لږ وخت کې اوارولای شوای. د ولس او حکومت تر منځ یې پل جوړ کړی و او د سيمه یيزې حکومتولۍ په ټينګښت او پر دولت د باور پيدا کولو کې یې ځانګړی رول درلود. د روڼ اندو په وينا، همدا علت و چې د افغانستان دښمنانو لومړی دغه اشخاص خپل اهداف وګرځول.
په افغانستان کې قبيلوي جوړښتونه، ځينې کلتوري مسایل، د پوهې د کچې کموالی او د عامه افکارو کمزورتيا د سيمه یيزو شخړو عمده علتونه بلل کېږي. د نظر خاوندان وايي چې د دولت مخالفې ډلې له دغو فرصتونو د خپلو ليکو د پياوړتيا لپاره ښه استفاده کوي او په اوس وخت کې چې د جرګو اغېز کم شوی او سيمه یيزه حکومتولي کمزورې شوې ده، نو سيمه ييزو شخړو د جګړې اور ته د سون توکو حيثيت خپل کړی دی. د افغانستان د بشري او پرمختيايي خدمتونو ادارې او کلید ګروپ د کانټرپارټ نړيوالې ادارې په همکارۍ په کندهار کې د سولې په تړاو د مدني ټولنو د همغږۍ غونډو یوه لړۍ پيل کړې ده چې يوه غونډه یې د سيمه یيزو شخړو اسبابو او حل لارو ته ځانګړې وه او پر دې بحثونه وشول چې سيمه ييزې شخړې د سولې بهير څه ډول اغېزمنولی شي؟ د بحث لپاره قومي مخور، د پوهنتون استادان او د مدني بنسټونو استازي بلل شوي وو. د بحث مهم ټکي دا وو چې کوچنۍ سيمه ييزې شخړي څنګه په لويو شخړو بدلېږي؟ د دولت مخالفې ډلې د خپلو ليکو ډکولو لپاره څنګه د سيمه يیزو شخړو له قربانيانو استفاده کوي؟ او بالاخره سيمه یيزې شخړې څنګه د ناامنيو په ډېرښت او د جګړې په پياوړتيا کې مهم رول خپلوي؟ ډېری ګډونوال په دې نظر وو چې د افغانستان جګړه پر افغانانو تپل شوې او پردۍ جګړه ده چې د سیمې استخبارات او نړيوال قدرتونه یې تمويلوي، خو د ټولو د هوکړې ټکی دا و چې په دې جګړه کې کارېدونکي جنګيالي د سيمهیيزو شخړو، بې عدالتيو او بې روزګارۍ څخه ستړي افغانان دي چې وسلې یې اخيستې او وروسته بيا د دولت د مخالفينو له خوا د جګړې لپاره کارول شوي دي. دوی دا هم ويل چې د سيمه ييزو شخړو حل په بشپړ ډول سوله نه شي قایمولای، خو جګړه کمزورې کولای او سولې ته لاره اوارولای شي.
له دغو نظرونو معلومه شوه چې سيمه یيزې شخړې پر سوله مستقيم اغېز لري. اوس پوښتنه دا ده چې سيمه یيزې شخړې ولې په لويو شخړو بدلېږي او ولې له دواړو لورو څخه يو یې د وسله والو ليکو ته ځي؟ داسې هېواد به په نړۍ کې نه وي چې سيمه یيزې شخړې دې پکې نه وي، خو زموږ په هېواد کې سيمه یيزې شخړې ولې دومره لويې شي چې د يوې سيمې امنيت ته ګواښ پېښ کړي؟ فعالانو په دې برخه کې څو علتونه په ګوته کړل. لومړی دا چې په افغانستان کې د سواد کچه ښکته ده او عامه افکار کمزوري دي چې له سببه یې سيمه یيزې شخړې هم زياتې دي. دويم دا چــې د حکــومــت د حاکميت ساحه تنګه ده او تر حاکميت لاندې سيمو کې یې هم حکومتولي کمزورې ده چې نه خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کولای او نه هم عدالت قایمولای شي. درېيم دا چې جرګو خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی، ځکه زورواکو او فاسدو خلکو پکې نفوذ کړی دی. څلورم هم دا چې په لرې پرتو سيمو کې تر اوسه خاني او ملکي مسلطه ده، زورواکی غالب او کمزوری مغلوب دی. همدغه زورواکان د حکومت له امکاناتو په استفادې خپل واک چلوي. په پایله کې يې بې وزله او کمزوري وګړي مجبورېږي چې د وسله والو څنګ ونيسي.د ځينو ګډونوالو نظر بیا دا وو چې دا جګړه انتقامي ده او ډېری جنګيالي يې د دولت له بې عدالتيو، د زورواکانو له حاکميت، د اجرايه قوې له ظلمونو او د خپلو حقونو د تر پښو لاندې کېدو له کبله د جګړې ليکو ته تللي دي، نو ترهغې چې لومړی له دوی سره سوله ونه شي، راضي نه کړل شي، انصاف ورسره ونشي، نو د هېواد په سطحه د سياسي سولې ارمان به مو همداسې نيمګړی وي.
د ټولو فعالانو او روڼ اندو په نظر څو حل لارې وړاندې شوې چې له مخې يې سيمه ييزې شخړې کمېدلای شي او د سولې له ټينګښت سره مرسته کولای شي. لومړی دا چې، حکومت دې سيمه ييزه حکومتولي قوي کړي او د زورواکۍ مخه دې ونيسي. په دويم قدم کې دې، عامه افکار جوړ کړي او په لرې پرتو سيمو کې دې ښوونيز سيسټم پياوړی کړي، نوي نسل ته بايد د وطندوستۍ احساس ورکړل شي او هغوی ته دې له کوچنيوالي څخه اهداف وټاکل شي، څو چې دوی لويېږي هغه اهداف لاسته راوړي او د جګړې ذهنيت کله هم ورته پيدا نه شي. د دوی په نظر، حکومت دې د ولسواليو د خلکو باور خپل کړي او هغوی ته دې عامه او بشري خدمتونه ورسوي ترڅو هغوی حکومت د ځان وبولي. د جرګو او مرکو هغه پخوانی برم دې راژوندی کړي، ترڅو همدغه قومي مشران او مخور د دولت او خلکو تر منځ واټن راکم کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA