ads

د تركيې جمهور رئيس نږدې راتلونكې كې واشنګټن ته سفر کوي

ټاكل شوې د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان په راتلونكو څو ورځو كې د خليجي هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو په هدف د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سره د خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

نویسنده: sarwan
24 غبرګولی 1396
د تركيې جمهور رئيس نږدې راتلونكې كې واشنګټن ته سفر کوي
اردوغان

ټاكل شوې د تركيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان په راتلونكو څو ورځو كې د خليجي هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو په هدف د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ سره د خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو ويلي، چې د هېواد جمهور رئيس به يې دغه راز له خپل امريكايي سيال سره د ترهګرۍ په اړه پر مبارزې هم وغږېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې رجب طيب اردوغان د قطر په ملاتړ غږ پورته کړى او پر دغه هېواد يې د سعودي عربستان په ګډون د يو شمېر هېوادونو لخوا د بنديزونو لګول يو غير اسلامي او غير انساني عمل بللى.
ترکيې ويلي، چې قطر هېڅکله هم د ترهګرۍ ملاتړ نه دى کړى،بلکې د داعش ډلې د ځپلو لپاره يې خپل غږ پورته کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA