ads

جېمز ماټيس به په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو شمېر وټاكي

يو امريکايي چارواكي د سې شنبې په ورځ رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د دفاع وزير جېمز ماټيس ته په افغانستان كې د سرتېرو د شمېر په اړه د پرېكړې كولو واك وركړى دى.

نویسنده: sarwan
24 غبرګولی 1396
جېمز ماټيس به په افغانستان كې د امريكايي سرتېرو شمېر وټاكي

يو امريکايي چارواكي د سې شنبې په ورځ رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د دفاع وزير جېمز ماټيس ته په افغانستان كې د سرتېرو د شمېر په اړه د پرېكړې كولو واك وركړى دى.
دغه چارواکي، چې له رويټرز سره يې د نوم نه څرگندولو په شرط خبرې كړي زياته كړې، چې تراوسه پورې لا پرېكړه نه ده شوې.
پنټاگون په دې هکله له تبصرې كولو ډډه کړې ده.
د امريکا د دفاع وزير جېمز ماټيس پرون کانگرس ته خبردارى ورکړ، چې امريکا د افغانستان په جگړې کې بريالۍ نه ده او له يوې نيمې لسيزې جګړې وروسته يې هم طالبانو ته ماتې نه ده ورکړې.
د هغه په وينا، دوى اوس مهال د افغانستان د جګړې د ګټلو په حال کې نه دي او هر څومره ژر چې کېږي بايد دا وضعيت سم شي.
نوموړي زياته كړه ،چې د راتلونكې جولای مياشتې په نيمايي کې به د افغانستان د جګړې لپاره د نوې ستراتېژۍ جزيات وړاندې کړي.
امريکا دا مهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ پوځيان لري، چې ډېرى يې د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي.
رپوټونه وايي، چې امريكا ښايي د خپلې نوې ستراتېژۍ له مخې افغانستان ته د درېيو او پنځو زرو ترمنځ نور سرتېري ولېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA