ads

جمهور رئيس غني: اصلاحات، سوله او ملت جوړونه مو مهم لومړيتوبونه دي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دوى له پاکستان څخه سوله نه غواړي، بلکې پاکستان سره سوله غواړي او په خبره يې، دا ځل دغه هېواد ومنله، چې د سولې خبرو کې بايد نړيوال نظارت موجود وي.

نویسنده: sarwan
24 غبرګولی 1396
جمهور رئيس غني: اصلاحات، سوله او ملت جوړونه مو مهم لومړيتوبونه دي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دوى له پاکستان څخه سوله نه غواړي، بلکې پاکستان سره سوله غواړي او په خبره يې، دا ځل دغه هېواد ومنله، چې د سولې خبرو کې بايد نړيوال نظارت موجود وي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ كې د کابل ښار د پوهنې مسوولينو او د لېسو امرينو سره په کتنه کې وكړې.
جمهور رئيس غني د پوهنې، سولې، ښاري نظم او فرهنګ په اړه د هغوى نظرونه او وړانديزونه واورېدل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د کابل ښار د پوهنې او لېسو مسوولينو په خپلو خبرو کې له جګړو وړاندې پخواني کابل کې د خلکو ترمنځ عالي ښاري فرهنګ، نظم، سليقې او ورورګلوۍ ته په اشارې له جمهور رئيس څخه وغوښتل، چې دوى ورنه بيا هماغه کابل غواړي.
د دوى په خبره، دا کار هغه وخت ممکن دى، چې قانون حاکم او حکومت له وسله‌ والو مخالفينو سره د سولې پروسه چټکه کړي.
جمهور رئيس غني اصلاحات، سوله او ملت جوړونه مهم لومړيتوبونه وبلل او په دې اړه يې د يو ملي بحث د رامنځته کېدو پر اړتيا ټينګار وکړ. هغه زياته کړه، چې دا ملي بحث لومړى بايد په کابل کې پيل او بيا نورو ولايتونو ته وغځول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA