ads

جواد ظريف: سعودي عربستان په ايران كې ترهګريز بريدونه تنظيموي

ايران يو ځل بيا پر سعودي عربستان تور پورې کړ، چې په دغه هېواد کې ترهګريز بريدونه تنظيموي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په اوسلو کې يوې غونډې ته وويل، چې په سيستان او بلوچستان ايالت کې ترهګرو سره د مرستې په اړه دوى شواهد هم لري.

نویسنده: sarwan
24 غبرګولی 1396
جواد ظريف: سعودي عربستان په ايران كې ترهګريز بريدونه تنظيموي

ايران يو ځل بيا پر سعودي عربستان تور پورې کړ، چې په دغه هېواد کې ترهګريز بريدونه تنظيموي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په اوسلو کې يوې غونډې ته وويل، چې په سيستان او بلوچستان ايالت کې ترهګرو سره د مرستې په اړه دوى شواهد هم لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د ايران پر پارلمان او د خميني پر مقبرې بريدونو کې هم سعودي عربستان په لاس لرلو تورن شو.
په منځني ختيځ کې ايران او سعودي عربستان هغه هېوادونه بلل کېږي، چې دا مهال په خليجي هېوادونو کې د يو بل په وړاندې نيابتي جګړه پر مخ وړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA