ads

اروزګان كې طالبان په زوره خلك خپلو ليكو ته جذبوي

د اروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ ولسوال امين الله وايي، چې وسله والو طالبان په دې ولسوالۍ كې خلك په زوره خپلو ليكو ته جذبوي.

نویسنده: sarwan
24 غبرګولی 1396
اروزګان كې طالبان په زوره خلك خپلو ليكو ته جذبوي

د اروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ ولسوال امين الله وايي، چې وسله والو طالبان په دې ولسوالۍ كې خلك په زوره خپلو ليكو ته جذبوي.
نوموړي رسنيو ته وويل، چې طالبان له دې لارې غواړي خپلې ليکې پياوړې کړي.
د هغه په وينا، خلك دې ته زړه نه ښه کوي، چې له وسله والو طالبانو سره يوځاى شي او له همدې كبله ډېرى كورنۍ د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو څخه د چورې ولسوالۍ مرکز ته کډه شوې دي.
د اروزګان د ولايتي شورا يو شمېر غړي د طالبانو پر دغه کار اندېښنه ښيي او له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د هغوى د دې کار مخه ونيسي.
وسله والو طالبانو تراوسه د چورې ولسوالۍ د ولسوال د خبرو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA