جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چين د لومړي ځل لپاره غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله وکړي او په نږدې راتلونكې كې به د چين د بهرنيو چارو وزير کابل ته راشي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ په ارګ کې د ښځو د حقونو له يو شمېر فعالانو سره په کتنه کې وكړې.
هغه د امنيتي وضعيت په ځانګړي ډول د کابل ښار د وروستيو پېښو، خپلسريو او د لارو بندېدو په اړه د ښځو د حقونو د فعالانو نظرونه او وړانديزونه واورېدل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، پاکستان سره سوله هغه موضوع ده، چې د دوى غوښتنه وه، چې بايد دولت په دولت دا موضوع حل شي.
د نوموړي په خبره، هر کله چې يوه لاسته راوړنه ولري او بدلون ته شرايط برابر شي، له يوې خوا نه يوې خوا پرې جګړه او فشار راځي.
هغه ټينګار وکړ، چې هېڅ قدرت به ونشي کړاى پر راتلونکو پروګرامونو د دوى تمرکز له منځه يوسي او په وينا يې، د دوى سنجش بايد د بحران په وخت کې منطقي وي.
جمهور رئيس غني وويل، د کابل د تورې چارشنبې پېښه د دوى لپاره په امريکا کې د سپټمبر د يوولسمې پېښې په څېر وه، امريکا له دې پېښې وروسته د نړۍ يووالى ترلاسه کړ او دوى هم د کابل پروسې کنفرانس کې نړيواله اجماع او ملاتړ ترلاسه کړ.


