ads

كورنيو چارو وزارت د وسله والو طالبانو يو مهم غړی نيولی

د كورنيو چارو وزارت وايي، د وسله والو طالبانو يو مهم غړى يې، چې د کابل په ترهګريزو بريدونو کې په لاس لرلو هم تورن دى، تېره ورځ نيولى دى.

نویسنده: sarwan
23 غبرګولی 1396
كورنيو چارو وزارت د وسله والو طالبانو يو مهم غړی نيولی

د كورنيو چارو وزارت وايي، د وسله والو طالبانو يو مهم غړى يې، چې د کابل په ترهګريزو بريدونو کې په لاس لرلو هم تورن دى، تېره ورځ نيولى دى.
دې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د نيول شوي طالب قوماندان نوم قاري محمدالله ياد کړى، چې د ميدان وردګ ولايت په دره مارشال سيمه کې نيول شوى دى.
خبرپاڼه زياتوي، چې له نوموړي سره يوه اندازه درنې او سپکې وسلې هم نيول شوې دي.
پوليسو ويلي، نيول شوي طالب قوماندان هوډ درلود، چې د کابل په ارغندي څلور لارې کې ترهګريز بريد ترسره کړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA