ads

طالبانو په غزني کې لسګونه ميلیونه افغانۍ مالیه ټوله کړې

غزني کې د علماوو شورا مسوولین وایي، وسله والو طالبانو د روژې میاشتې له پیل راهیسې د دې ولایت له پانګه والو، هټیوالو او بزګرانو څخه لسګونه ملیونه افغانۍ د مالیې په نامه ټولې کړې دي.

نویسنده: sarwan
23 غبرګولی 1396
طالبانو په غزني کې لسګونه ميلیونه افغانۍ مالیه ټوله کړې

غزني کې د علماوو شورا مسوولین وایي، وسله والو طالبانو د روژې میاشتې له پیل راهیسې د دې ولایت له پانګه والو، هټیوالو او بزګرانو څخه لسګونه ملیونه افغانۍ د مالیې په نامه ټولې کړې دي.
دوی پر سیمه يیز حکومت له دې کبله نیوکه کوي، چې د دغې چارې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
په غزني کې د علماوو شورا مشر مولوي محمد اسماعيل روحاني وایي، حکومت په هېواد کې د روانې جګړې په اړه تل پر دیني عالمانو نیوکه کوي او له هغوی څخه غواړي، څو د وسله والو ضد تبلیغات وکړي، حال دا چې د وسله والو د ماليې ملاتړ سرچینې د والي او امنیې قومندان د دفترونو په ګاونډ کې فعالیت کوي.
نوموړی وایي، وسله والو طالبانو د روژې میاشتې له پیل راهیسې د غزني ښار له سوداګرو، د مارکېټونو له خاوندانو، هټیوالو او پانګه والو څخه شاوخوا ۱۳۰ ملیونه افغانۍ د مالیې په نامه ټولې کړې دي.((موږ تل غږ پورته کړی، چې افغانستان کې روان جنګ ناروا او مسلمان وژنه ده، پردیو د ګټو لپاره، خو حکومت دې هم بیا د جګړې د مالي سرچینو مخه ونیسي، تاسو ګورئ، يوازې د همدې روژې له پیل راهیسې طالبانو له ښاره ۱۲۰۰ تر ۱۳۰۰ لکه افغانۍ مالیه ټوله کړې، حکومت هم ښه ورباندې خبر دی، خو مخه يې نه نیسي؟))
هغه طالبانو ته د دغو مالیاتو د ورکولو د مخنیوي په برخه کې پر سیمه يیز حکومت سخته نیوکه وکړه.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د غزني ښار د سوداګرو، هټیوالو او یا هم د سوداګریزو مارکېټونو د مالکانو نظر هم واخلو، خو هغوی سره له دې چې د وسله والو طالبانو لخوا د مالیاتو ټولول مني د امنیتي ګواښونو له کبله نه غواړي رسنیو سره خبرې وکړي.
د هغوی د معلوماتو پر بنسټ وسله والو طالبانو پر هر دوکان له ۲ څخه تر ۵ زره افغانۍ مالیه، د سوداګریزو مارکېټونو او تولیدي کارخانو پر مالکانو حکومت او ښاروالۍ ته د ورکېدونکي مالیې او صفایي څخه له ۱۲ میاشتو، د یوې میاشتې په اندازه د هر واټر پمپ او یا هم د اوبو لګولو سولري سیسټم باندې هم درې تر پنځه زره افغانۍ مالیات وضع کړي دي.
هاخوا غزني مېشت مدني فعالان بیا له ښار څخه د وسله والو طالبانو لخوا د مالیاتو ټولول خطرناک بولي او له حکومته غوښتنه کوي، چې امنیتي ارګانونه یې باید ژر تر ژره مخنیوی وکړي او وسله والو ته د مالیاتو او پیسو ورکوونکو کسانو سره دې هم جدي قانوني چلند وکړي.
غزني کې د پیوند ټولنې غړی رحمت الله مرجانخېل وایي، پانګه وال او هټیوال باید د وسله والو غوښتنو ته په اسانۍ تسلیم نه شي.(( ښه پوهېږم چې که پانګه وال او دوکانداران د طالبانو غوښتنه ونه مني ژوند یې له ګواښ سره مخ کېږي،خو دوی ټول باید ورته یوه خوله شي، ځکه طالبان په همدې پیسو ماین جوړوي، وسله اخلي او زموږ هېوادوال پرې وژني، که داسې نه کېږي امنیتي ارګانونه یې باید مخنیوی وکړي.))
د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین هم مني، چې ځینې پانګه وال په دې ولایت کې امنیتي شرایطو ته په کتو د وسله والو ګواښونو ته غاړه ږدي او هغوی ته د عشر په نامه پیسې ورکوي، خو وایي، چې دغه پیسې په هغه کچه نه دي، چې د علماوو شورا یې ادعا کوي.
والي وایي، له طالبانو سره د عشر او زکات په نامه د پانګه والو لخوا د ورکېدونکې مالي مرستې د مخنیوي په موخه یې څو څو ځله له پانګه والو سره ناستې کړې او د مخنیوي لپاره یې هم جدي تدابیر نیولي دي، خو د دغو تدابیرو په اړه يې ډېر جزئیات ورنه کړل.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې به وسله والو طالبانو په غزني کې له پانګه والو، هټیوالو او بزګرانو څخه عشر ټولاوه، خو سږ کال لومړی ځل دی، چې په دې ولایت کې یې د مالیاتو پر ټولولو هم پیل کړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA