ads

د چپرهار اوسېدونکي: داعشيان مو بيا سيمو ته راغلي

د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، يو ځل بيا يې سيمو ته داعش وسله وال ورغلي او دوى يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

نویسنده: sarwan
23 غبرګولی 1396
د چپرهار اوسېدونکي: داعشيان مو بيا سيمو ته راغلي

د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، يو ځل بيا يې سيمو ته داعش وسله وال ورغلي او دوى يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د دوى په وينا، داعشيانو يې کورونه ورته سوځولي او اوس يو ځل بيا کډې کولو ته مجبور شول.
د چپرهار ولسوالۍ د شولانې سيمې اوسېدونکي عتيق الله له کليد سره په خبرو کې وويل، چې له تېرو دوه ورځو راهيسې يو ځل بيا د دې ولسوالۍ په ګڼو کليو کې داعش وسله والو پر خلکو ظلمونه پيل کړي او حتا په ځينو سيمو کې يې د خلکو څاروي وژلي او کورونو ته يې اور اچولى دى.
بل لور ته د ننګرهار ولايتي چارواکي هم دا مني، چې په چپرهار کې له عملياتو وروسته يو ځل بيا داعش وسله والو سر راښکاره کړى او په ځينو سيمو کې يې له وسله والو طالبانو سره نښتې هم کړې دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، د والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ نظامي شورا تېره ورځ پرېکړه کړې، چې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ كې دې په يادې ولسوالۍ کې داعش او نور وسله وال وځپل شي.
داعش وسله وال يو ځل بيا په داسې حال کې چپرهار ولسوالۍ کې راپيدا کېږي، چې له دې وړاندې يې افغان ځواکونو په ضد عمليات ترسره کړل او دغه ډله يې له يادې سيمې ورکه کړه، خو اوسني يو ځل بيا حضور يې خلکو ته ګڼې اندېښنې راپيدا کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA