ads

د سعودي عربستان پر امنيتي ځواکونو نامعلومو وسله والو بريد کړی

نامعلومو وسله والو د سعودي عربستان د امنيتي ځواکونو پر ګزمې بريد کړى، چې په پايله کې يې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
23 غبرګولی 1396
د سعودي عربستان پر امنيتي ځواکونو نامعلومو وسله والو بريد کړی
دو پلیس سعودی در ریاض کشته شدند

نامعلومو وسله والو د سعودي عربستان د امنيتي ځواکونو پر ګزمې بريد کړى، چې په پايله کې يې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د العربيه ټلويزيوني شبکې د راپور له مخې، ياده پېښه پرون د سعودي عربستان په القطيف ولايت کې رامنځته شوې ده.
د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت هم د امنيتي ځواکونو پر ګزمې بريد تاييد کړى، خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په ياد ولايت کې څو ځلې پر امنيتي ځواکونو مرګوني بريدونه شوي، چې تر ډېره يې پړه د يمن پر حوثي وسله والو اچول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA