ads

هلمند کې د وسله والو طالبانو پوځي مسوول وژل شوی

بهرنيو ځواكونو په هلمند ولايت كې د هوايي عملياتو په ترڅ كې د وسله والو طالبانو پوځي مسوول وژلى دى.

نویسنده: sarwan
22 غبرګولی 1396
هلمند کې د وسله والو طالبانو پوځي مسوول وژل شوی

بهرنيو ځواكونو په هلمند ولايت كې د هوايي عملياتو په ترڅ كې د وسله والو طالبانو پوځي مسوول وژلى دى.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ په باباجي سيمه کې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، وژل شوى وسله وال طالب ملا عبدالباري نومېده، چې د هلمند په يو شمېر سيمو يې د وسله والو طالبانو پوځي مشري پر غاړه لرله.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA