ننګرهار كې بهرنيو ځواكونو څلورو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

بهرنيو ځواكونو د ننګرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ كې څلورو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند کليد ته وويل، تېره شپه د بهرنيو او افغان ځانګړو ځواکونو کاروان اچين ولسوالۍ ته پر لاره و، چې د غني خېلو د شېرګړ بازار په سيمه کې پرې د سړك غاړې ماين چاودنه شوې.