ads

ننګرهار كې بهرنيو ځواكونو څلورو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

بهرنيو ځواكونو د ننګرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ كې څلورو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب مومند کليد ته وويل، تېره شپه د بهرنيو او افغان ځانګړو ځواکونو کاروان اچين ولسوالۍ ته پر لاره و، چې د غني خېلو د شېرګړ بازار په سيمه کې پرې د سړك غاړې ماين چاودنه شوې.

نویسنده: sarwan
22 غبرګولی 1396

د هغه په وينا، له چاودنې وروسته بهرنيو ځواکونو پر يوه کور عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې يو پلار له دوو زامنو سره وژل شوى او يو بل تن ټپي دى.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل امنيتي ادارو ته د دغې پېښې د پلټنې سپارښتنه کړې ده.
بهرنيو ځواکونو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA