لوګر كې ۲ ځانمرګي بريد كوونكي نيول شوي

په لوګر ولايت كې دوه ځانمرګي بريد كوونكي هدف ته له رسېدو مخكې نيول شوي دي.
د لوګر ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د ضياء الدين او محمدالله په نومونو دغه ځانمرګي بريد كوونكي پرون مازديګر د امنيتي ځواكونو له لوري په بركي برك ولسوالۍ كې ونيول شول.