چارواکي وايي، د سرپل ولایت په چشمه شفا سیمه کې یوه سړي ترلفظي شخړې وروسته خپله ښځه د کلنګ په ګوزارونو سره وژلې ده.
د سرپل ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني کلید ته وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ د ماشوم تر ژړا وروسته هغه وخت پېښه شوه، چې د خاوند او ښځې ترمنځ د ماشوم په ژړا لفظي شخړه رامنځ ته شوه.
د اماني په وینا یاد کس تر لفظي شخړې وروسته لومړی ماشوم وهلی او وروسته یې بیا د کلنګ په ګوزارنو سره خپله مېرمن وژلې ده.
د نوموړي په وینا، قاتل له سیمې په تېښته بریالی شوی دی، خو د پولیسو له لوري یې د نیولو هڅې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ددې ولایت د ښځو چارو ريیسه په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پرزیاتېدو اندېښنه ښيي او له دولته غواړي، چې ددغه راز پېښو عاملان دې مجازات کړي.


