ads

حقاني شبكې په كابل او هرات كې وروستيو پېښو کې لاس لرل رد کړل

حقاني شبكې د افغان حكومت هغه تور رد كړ، چې ګواكې دغه شبكه د كابل ښار زنبق څلور لارې ته نږدې موټر بم ځانمرګي بريد كې لاس لري.

نویسنده: sarwan
22 غبرګولی 1396
حقاني شبكې په كابل او هرات كې وروستيو پېښو کې لاس لرل رد کړل

حقاني شبكې د افغان حكومت هغه تور رد كړ، چې ګواكې دغه شبكه د كابل ښار زنبق څلور لارې ته نږدې موټر بم ځانمرګي بريد كې لاس لري.
د حقاني شبکې رهبر او د طالبانو د مشر ملا هبت الله مرستيال سراج الدين حقاني په يوه غږيز پيغام كې، چې د طالبانو د وياندويانو له لوري رسنيو ته لېږل شوى ويلي، چې دوى د هېواد په وروستيو بريدونو كې لاس نه لري.
حقاني په دغه پيغام كې زنبق څلور لارې ته د نږدې بريد، د سالم ايزديار د جنازې پر مراسمو د بريدونو او په هرات كې د جومات مخې ته د چاودنې په اړه خبرې كړي او ويلي يې دي، چې دغه بريدونه د طالبانو لخوا نه دي ترسره شوي.
د نوموړي په خبره، طالبان به په هېواد كې داسې بريدونه ونكړي، چې بې ګناه ملكي وګړي په كې ووژل شي.
حقاني زياته كړې، طالبان به تر هغې پورې جگړې ته دوام ورکړي، چې بهرنيان له افغانستانه وتلي نه وي.
د ملي امنيت عمومي رياست ويلي و، چې په كابل كې وروستى موټر بم ځانمرګى بريد حقاني شبكې د پاكستان د استخباراتي ادارې آى اېس آى په مرسته ترسره كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA