ads

اجرائيه رئيس د وزيرانو شورا د غونډو غير حاضرو وزيرانو ته خبردارى ورکړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس هغو وزيرانو ته خبردارى وركړ، چې د وزيرانو شورا غونډو ته نه حاضرېږي.
عبدالله عبدالله، چې نن يې د وزيرانو شورا غونډه كې خبرې كولې وويل، له هغو وزيرانو سره به بېل چلند وكړي، چې په كابل كې موجود دي، خو د وزيرانو شورا غونډو ته نه ورځي.

نویسنده: sarwan
22 غبرګولی 1396

د هغه په وينا، د ملي يووالي حكومت د ښې حكومتولۍ په وړاندې كولو كې پاتې راغلى او له دې وروسته به د هغو مسوولينو لياز ونه كړي، چې د اجرائيه رياست پرېكړې ناديده نيسي.
عبدالله كه څه هم له جمهور رئيس سره د جدي خبرو د پيل خبر وركړ، خو د دغو تازه خبرو په اړه يې زيات جزيات ورنكړل.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې مخكې په خپرو شوو رپوټونو كې ويل شوي وو، د جمهور رئيس محمد اشرف غني اړوند ډېرى وزيران د وزيرانو شورا په غونډو كې، چې د اجرائيه رئيس په مشرۍ جوړېږي، ګډون نه كوي.
د دغو رپوټونو له مخې، يو له دې وزيرانو، چې په تېرو نږدې درېيو كلونو كې يې د وزيرانو شورا غونډو كې ډېر كم ګډون كړى، د ماليې وزير اكليل حكيمي دى، چې د دې شورا نننۍ غونډې ته يې هم خپل مرستيال لېږلى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA