د کلید مجلې په دې ګڼه کې داسې يو کدر در پېژنو چې ښايي زموږ په وطن کې د ګوتو په شمېر وي. د لوړو زده کړو دا سرلاری درې لسانسه، ماسټري او دوکتورا لري او تر ټولو مهمه يې دا چې هېڅکله يې نه دي غوښتي خپل ګران افغانستان پرېږدي او د بل هېواد تابعیت ترلاسه کړي.
هغه هومره پر خپل وطن مين او افغانستان ته ژمن دی چې په ګڼو هېوادونو کې له زده کړو او هلته د پاتې کېدو له چانسونو سره سره يې د بل هېواد تابعیت نه دی اخیستی او هېڅکله يې نه دي خوښ کړي چې څوک ورته د افغان پر ځای د کوم بل هېواد تابعیت وليکي.
دغه ژمن هېوادوال ابراهيم هوتک نومېږي، په ۱۳۴۲لمريز کال په کابل کې زېږېدلی دی، له اره د لغمان د قرغيو د دره لام د کلي اوسېدونکی دی. هغه وايي چې په ۱۳۴۸لمريز کال يې ښوونځی پيل کړ: ((د ۵۴کلونو په تېرېدو سره مې هم د ښوونځي لومړۍ ورځ په ياد ده او هېڅکله به مې هم هېره نه شي.))
هوتک وايي، مشر ورور يې تر لاس نيولی و، د هودخېلو منځني ښوونځي ته چې ورسېدل، سرمعلم یې نوم په کتاب کې وليکه بيا يې خپل ټولګي ته ولېږه: ((د دې په خيال نه وم راغلی چې همدا ورځ به هم په ټولګي کې درس وايم، فکر مې کاوه چې په لومړۍ ورځ به مې يوازې نوم ليکي، د ټولګي ګڼه ګوڼه او په لومړۍ ورځ د درس د پيل له کبله مې له ښوونځي ښه رانغلل، هره ورځ مې زړه غوښتل له ښوونځي پټ شم، خو کورنۍ به په يو نه يو ډول لېږلم.))
هوتک درېيم ټولګي ته بریالی کېږي، ښوونکی هره ورځ کورنۍ دنده ورکوي چې په ورکړل شوې لرګينه توره تخته يې وليکي: ((کور کې به مو د سپينې خاورې په تباشير په لرګينه تخته کورنۍ دنده ليکله بيا به مو په لمر وچوله، خو ښوونځي ته به په لاره کې د مستۍ او لوبو له کبله ډېری وخت ړنګېدله. يوه ورځ کورنۍ دنده پاکه شوې وه، ښوونکي مې ګوتو کې قلمونه راکړل، سخت يې وژړولم، په دې سره مې له ښوونځي نور هم بد راغلل او په نه زړه به تلم او سم درس نه وايه.))
هوتک وايي چې د رياضي له درس سره يې هېڅ علاقه نه وه او اوس يې هم نه لري، تر شپږم ټولګي پورې یې په نه زړه درس ووايه، داسې چې يوازې به بریالی کېده: ((پلار مې څاروي ساتل، موږ هم په لغمان او هم په کابل کې ډېره کرنيزه ځمکه لرله، څه حاصل به د ځمکو او څه به پلار غريبي کوله، د ژوند ژرنده مو پرې جاري وه. هغه زموږ زدهکړو ته ځانګړی پام کاوه.))
رښتيا هم چې د زدهکړو د پرمختګ لپاره هڅونه او تشويق ډېر رول لري، د هوتک تره او مشر ورور هرات کې د ملي اردو صاحب منصبان دي، دوی د زدهکړو لپاره هوتک ډېر تشويقوي: ((اووم ټولګي کې وم، تره مې له دندې راغلی و، موږ د ښوونځي څو هلکانو ته وويل هر څوک چې بریالی شي، ډالۍ ورته اخلي، درسونه ويل مې ډېر کړل. په ازموينو کې اتم نومره شوم، تره مې شل افغانۍ چې هغه وخت ډېرې پيسې وې راکړې، سخت ورته خوشاله شوم، خو دا ډېره راته په زړه پورې وه چې که ښه درس ووايم ډالۍ به راکول کېږي.)) دا ډالۍ له هوتک تکړه شاګرد جوړوي، په زدهکړو کې پرمختګ کوي، هغه وايي چې دا وړه خبره وه، خو دی يې له ځمکې اسمان ته پورته کړ. په دې وخت کې د داوود خان واکمني پيلېږي، د زدهکړو سېستم بدلېږي، له اتم نهم ته د کانکور ازموينه اخيستل کېږي: ((د کانکور په دې سخته ازموينه کې په ښو نومرو بریالی شوم. د سوداګرۍ په مسلکي ليسه کې شامل شوم.))
ځينې خاطرې نه هېرېدونکې وي، په نهم ټولګي کې د بيولوژي ښوونکی له هوتک غواړي، هغه شاګرد ته چې درس يې زده نه دی، يوه ښه څپېړه ورکړي: ((زړه نازړه پورته شوم، د ښوونکي امر و، ورو مې وواهه، خو ښوونکی راته غوسه شو، ويل يې سم ودرېږه، لاسونه ښکته واچوه، بیا يې يوه عسکري څپېړه راکړه، ويل يې داسې څپېړه ورکوه، مخ مې تر کوره درد کاوه.)) هوتک په نهم کې اول نومره کېږي چې بیا تر دوولسم ټولګي پورې لومړۍ نومره له لاسه نه ورکوي او په ۱۳۶۰لمريز کال له دوولسم فارغېږي. هوتک په کانکور ازموينه کې ګډون کوي، هوډ لري چې حقوق ولولي، خو اقتصاد ته بریالی کېږي او د ۱۳۶۱په لومړيو کې کابل پوهنتون کې اقتصاد پوهنځی پيلوي، هغه د بهرني بورس لپاره هڅه کوي. په دې وختونو کې افغانستان ته د زدهکړو په زرګونو بورسونه له روسيې راځي.
هوتک وايي چې کور کې یې يو جاپانی ټلويزيون لاره، هروخت به چې د مالونو د ښه کيفيت بحث کېده، نو جرمن او جاپان به يې سر کې وو، له همدې کبله يې غوښتل داسې هېواد ته د زدهکړو لپاره لاړ شي چې ښه مالونه جوړوي: ((جرمني مې يوازې له نوم خوښېده، که نه نور يې له ژبې، سياست، فرهنګ او هېڅ هم خبر نه وم.))د لومړي سمستر له پای ته رسېدو سره سم هوتک ته خبر ورکول کېږي چې د جرمني هېواد بورس ته چې د ليسې د دورې د ښو نومرو له مخې ورکول کېږي بریالی شوی دی. څه وخت وروسته د هوتک مشر ورور جامې، وچه مېوه او نور وسايل ورته برابروي، مور يې د دروازې په سر قرانکريم نيسي او ترې وباسي يې: ((مور او د کور ټولو مېرمنو په چيغو چيغو ژړل، د هغې وخت سفرونه د اوس په څېر نه وو، پلار مې تر ډېره راسره لاړ، بیا يې رخصت کړم، راته ويل يې ځه زويه که له موږ لرې هم شوې، ژوندی خو به پاتې شې، دا مې له پلار سره وروستی دیدن و.)) لومړی کال يوازې جرمني ژبه زدهکوي، له يو کال وروسته ازموينه ترې اخلي، بریالي پوهنتون ته لېږي چې ابراهيم هم دې ډله کې دی او ناکام کسان بېرته هېواد ته ستنوي: ((دلته مې هم هڅه وکړه د خپلې خوښې پوهنځی حقوق ولولم، خو چانس ياري ونه کړه، د ټولنيزو علومو پوهنځي ته يې ورکړم چې په ۱۹۸۸ميلادي کال د ماسټرۍ په کچه ترې فارغ شوم.))
هوتک وايي د پوهنتون په دوره کې يې له درېيم ټولګي وروسته ممتازو محصلينو ته يوه اندازه معاش چې د جرمني د مهمو شخصيتونو په نوم و ورکاوه چې هوتک هم د همدې معاش وړ شوی و او د پوهنتون له پيل تر پايه اول نومره پاتی شوی و.
هوتک يوازې په لسانس اکتفا نه کوي، زدهکړو ته ادامه ورکوي، د پوهنتون تر فراغت وروسته بايد دوی بېرته هېواد ته تللي وای، خو دا چې هوتک د ممتازو فارغينو له ډلې و، المان د ماسټرۍ او دوکتورا د اخيستو چانس ورکوي. هوتک د فلسفې په برخه کې د دوکتورا زدهکړې پای ته رسوي، خو په دې وخت کې د دواړو المانونو تر منځ د برلېن دېوال نړول کېږي، دواړه المانه سره يو ځای کېږي، د دې ګډوډيو له کبله له هوتک د دوکتورا دفاع پاتې کېږي. هوتک د ګډوډيو له کبله د خپلې دوکتورا دفاع د څه وخت لپاره ځنډوي او دنده اخلي: ((المان کې د کډوالو ستونزې ډېرې وې، زه په دې وخت کې د بهرنيانو د حقوقي او اجتماعي مشاوريت دفتر مسول شوم، لومړی بهرنی وم چې په افغاني پاسپورت مې په يوه بهرنۍ اداره کې کار کاوه. هلته مو له دولت سره د بهرنيانو ستونزې شريکولې.))
هوتک وايي چې د دواړو المانونو له يوځای کېدو وروسته يې بهرنيو محصلینو ته حق ورکړ چې کولای شي له زدهکړو وروسته المان کې پاتې شي، خو هوتک تر پايه هم خپل افغاني پاسپورت په الماني نه بدلوي: ((افغان يم، افغان به وم او هېڅ کله مې هم ونه غوښتل چې بهرنی تابعيت واخلم، سره له دې چې دا تابعيت مې په اسانۍ سره اخيستی شوای، هېڅکله هم نه غواړم، په کاغذ هم څوک وليکي چې هوتک بهرنی دی.))
هوتک يوه فرهنګي ټولنه هم جوړوي، په دې کې د هر هېواد فرهنګي ورځې نمانځي، په دې اداره کې د څلورو کلونو لپاره کار کوي، بېرته پوهنتون ته ځي او د هنر او ټولنپېژندنې په برخه کې دويم لسانس اخلي: ((دې پوهنتون ته مې چې ازموينه ورکوله دوی زما فرهنګي کارونه، د مشاوريت د دفتر فعاليتونه هم په زدهکړو کې وشمېرل او زه يې درېيم ټولګي ته جذب کړم چې په ۱۹۹۶ميلادي کال ترې فارغ شوم.))
هوتک له دویم ديپلوم اخيستو وروسته د يوې خيريه ټولنې د مجلېمسول مدير او د ټولنې مشر کېږي، درې کاله دا دنده مخکې وړي، په ۱۹۹۹میلادي کال د خپل څلورم ورور د واده په پلمه کابل ته راځي او د اخبار کار پرېږدي: ((تر دې وړاندې په ۱۹۹۲ميلادي کال يو ځل کابل ته راغلی وم، دا ځل نو اووه کاله وروسته راتلم، خو په دې وختونو کې چې راغلم، مور او پلار مې سره له دوو مشرانو وروڼو په حق رسېدلي وو.))
هوتک يو کال کابل کې تېروي، د طالبانو د حکومت واکمني ده، په جرمني کې اوازه خپرېږي چې هوتک په کابل کې ورک شوی دی: ((يو انګړ مې جوړ کړ، کوټې مې په کې جوړې کړې، بزګري مې کوله، د کلي کور په کارونو بوخت وم. کال مې پوره شو، کابل کې کار نه و چې کړی مې وای بېرته جرمني ته په تګ اړ شوم، هلته هم درې مياشتې بې کاره پاتې شوم.))
په المان کې د ((اوفین بخ)) په نوم يوه اکاډمي ده، هغه اکادميک کسان چې زدهکړې لري خو بېکاره دي، هلته د شپږو مياشتو لپاره يا زدهکړې کوي او يا هم زدهکړه ورکوي، هوتک هم په دې اکاډمۍ کې د شپږو مياشتو لپاره اداره وايي: ((له دې زدهکړو وروسته يو ځل بيا د بهرنيانو لپاره د مشاوريت په يوه دفتر کې اداري مدير شوم، هلته مې دوه کاله تر ۲۰۰۳پورې کار وکړ، له دې وروسته يو ځل بيا کابل ته راغلم.))
هوتک غواړي کابل کې کار وکړي، د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی د استاد کېدو بلنه ورکوي، د پوهنې وزارت کې هم د کار بلنه ورکول کېږي: ((دا ځايونه مناسب راته ښکاره نه شول، له يوې نيمې مياشتې وروسته بېرته جرمني ته لاړم.))
هوتک دا ځل بیا د الماني ژبې په برخه کې چې څه ناڅه يې تر دې وړاندې لوستې ډيپلوم اخلي، له هغې وروسته د يو نيم کال لپاره په خپلواکه توګه ترجماني کوي، ځکه چې په دې وختونو کې المان ته د کډوالو بهير ډېر دی. یوه ورځ هوتک له ملګرو سره د سکي لوبې ته ځي، هلته لوېږي او اوږه يې ماتېږي، دا پېښه د هوتک لپاره يو لوی درس کېږي: ((ډاکټر ته د درملنې لپاره ورغلو، ډاکټر وويل چې ولې تراوسه افغانستان ته نه يو تللي، ما ويل ولې؟ ويل تاسې مخکې ویل افغانستان کې طالبان دي، جنګونه دي، اوس خو مو هېواد کې حکومت دی چې تاسې يې خپله جوړ نه کړﺉ څوک يې درته جوړ کړي، دا خبره عجيبه راباندې ولګېده، هملته مې هوډ وکړ چې نور به يوه لحظه هم المان کې پاتې نه شم.))
هوتک له ملګرو سره خدای په اماني کوي او په ۲۰۰۵ميلادي کال کابل ته روانېږي. کابل ته چې راځي له ګوېته انستيتيوت سره اشنا کېږي او د فرهنګي چارو مسول يې ټاکل کېږي چې تر ۲۰۱۵ميلادي کال په همدې دنده پاتې کېږي: ((په دې دنده کې مو د افغانستان د تیاتر ملي جشنوارې لرلې، تر اوسه اته جشنوارې ترسره شوې دي. ما تر خپله وسه هڅه وکړه دا جشنوارې ملي کړم او ادامه ورکړم. د ادبياتو جشن مو جوړ کړ. د کتابونو ژباړه وه چې د ماشوم ادبياتو ته مې بېله برخه ورکړه.))
هوتک په ۲۰۰۸کال د فلمونو د جشنواري لپاره جرمني ته ځي هلته يې د ماشومانو لپاره د انيمېشن فلمونو ته پام اوړي: ((له دې فلمونو مې خوند واخيست، فکر مې وکړ چې په افغاسنتان کې انيمشن نشته، په دې برخه کې مو ورکشاپونه جوړ کړل، کسان مو وروزل چې اوس په يوه مکتب بدل شوی، پنځه دورې فارغين مو ورکړل، تر اوسه مو ۵۲فلمونه جوړ کړي دي، تېر کال يې په افغانفلم کې په رسمي توګه بنسټ کېښودل شو او هلته يوه څانګه لري چې ډېر کسان کار په کې کوي، موږ په ګډه کار ورسره کوو.
هوتک تر اوسه د ماشومانو د ادبياتو په برخه کې اته کتابونه ژباړلي او ليکلي دي او تر اوسه يې د لسو په شاوخوا کې تقديرنامې هم اخيستې دي. له ۲۰۱۵کال بیا تر اوسه هوتک د ګوېته انستيتيوت د رییس په توګه کـار کــوي چــې تـر دې وړانـدې یې هر وخت رییس المانی و.