ads

کاپیسا کې د وسله والو طالبانو یو قومندان خپلمنځي نښته کې وژل شوی

امنيتي چارواکي وايي، په کاپيسا کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې د وسله والو يو قومندان وژل شوی دی.

نویسنده: sarwan
21 غبرګولی 1396
کاپیسا کې د وسله والو طالبانو یو قومندان خپلمنځي نښته کې وژل شوی

امنيتي چارواکي وايي، په کاپيسا کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې د وسله والو طالبانو يو قومندان وژل شوی دی.
د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزی وايي، چې نن سهار د کاپیسا د کوهبند ولسوالۍ د درنامې په سیمه کې د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته شوې، چې په پايله کې يې د معروف په نامه د وسله والو طالبانو يو قومندان وژل شوی دی.
د نوموړي په وینا، په سیمه کې وسله والو طالبانو د وسلو او مرمیو پر سر شخړه او بیا وسله والو نښته کړې ده، چې یو شمېر نور په کې ټپیان شوي هم دي.
نوموړی زیاتوي:(( ځینې مرمۍ او کومې وسلې د دوی تر منځ وېشل کېدلې په هغې کې د دوه ډلو تر منځ شخړه شوې، ډزې په کې شوې دي، د معروف په نوم د وسله والو قومندان په کې وژل شوی دی او ځينې نور ټپیان شوي هم دي، چې د هغوی کره شمېر تر اوسه معلومه نه ده)).
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ډېرو برخو کې د وسله والو ترمنځ خپل منځي نښتې رامنځته کېږي، چې مرګ ژوبلې هم لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA