ads

پاكستان كې بارانونو درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي

د پاکستان په پنجاب ايالت کې د سخت باران او طوفان له كبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
21 غبرګولی 1396
پاكستان كې بارانونو درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي

د پاکستان په پنجاب ايالت کې د سخت باران او طوفان له كبله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، د پنجاب ايالت په بهاولنګر، فيصل اباد، ملتان، راجن پور او يو شمېر نورو لويو او وړو ښارونو کې د باران له كبله سېلابونه راوتلي، چې په ترڅ كې يې تراوسه د لسو کسانو د وژل كېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د پنجاب ايالتي چارواکي وايي، چې د باران له كبله ګڼ شمېر کورونه له منځه تللي، ټولې مواصلاتي لارې تخريب شوي او په روغتونونو کې بېړنى حالت اعلان شوى دى.
دغه راز د خيبر پښتونخوا ايالت په صوابۍ او ځينو نورو سيمو کې هم باران او په يو شمېر سيمو کې ږلۍ شوې، چې فصلونو ته يې زيان اړولى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA