په ننګرهار ولايت کې د يوه افغان سرتېري ډزو څلورو امريكايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي، چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د اچين ولسوالۍ په پېښې سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياتوي، د ملي اردو يو کومانډو سرتېري پر بهرنيو ځواكونو ډزې کړي، چې له كبله يې دوه بهرني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د خوږياڼي په وينا، په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى سرتېرى هم وژل شوى دى.
خو امريکايي چارواکو ويلي، چې د افغانستان په ختيځ کې د شنبې په ورځ يوه افغان سرتېري درې امريکايي سرتېري وژلي او يو تن يې ټپي کړی دی.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې دا بريد د دوى يو نفوذي كس کړى او څلور امريکايان يې وژلي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم ګڼ شمېر داخلي بريدونو کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


