ads

نادعلي کې پر سرحدي پوليسو د بهرنيو ځواكونو د هوايي بريد په اړه جدي څېړنې کېږي

په هلمند کې د امريکا د سمندري ځواکونو قوماندان جنرال ټورنر د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ كې پر سرحدي پوليسو د بهرنيو ځواكونو د هوايي بريد په اړه د جدي څېړنو خبر وركړ.

نویسنده: sarwan
21 غبرګولی 1396
نادعلي کې پر سرحدي پوليسو د بهرنيو ځواكونو د هوايي بريد په اړه جدي څېړنې کېږي

په هلمند کې د امريکا د سمندري ځواکونو قوماندان جنرال ټورنر د دې ولايت په نادعلي ولسوالۍ كې پر سرحدي پوليسو د بهرنيو ځواكونو د هوايي بريد په اړه د جدي څېړنو خبر وركړ.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، وړمه شپه شاوخوا لس نيمې بجې د نادعلي ولسوالۍ لوى باغ سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې د بهرنيو ځواکونو له لوري په تېروتنې سره هوايي بريد شوی، چې په ترڅ کې يې دوه سرحدي پوليس وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
جنرال ټورنر د هلمند والي او د نظامي شورا غړو سره ځانګړې ناسته کې پر دې پېښې ژوره خواشيني او خواخوږي څرګنده کړه او ډاډ يې ورکړ، چې د رامنځته شوې پېښې د څرنګوالي په اړه به حقيقت موندونکې څېړنې وشي.
هغه وويل، امريکايي ځواکونه له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري کوي او دا ورته هېڅکله د منلو نه ده، چې پر هغوى دې دغه ډول بريد ترسره شي.
د هلمند والي حيات الله حيات هم پر يادې پېښې ژوره خواشينې څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ، چې په دې اړه دې جدي څېړنې ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA