ads

غني: کابل کې د وروستي تروريستي بريد هدف د کابل پروسې کنفرانس مخنيوى و

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په کابل ښار کې د وروستي تروريستي بريد هدف، چې له كبله يې سلګونو كسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د کابل پروسې کنفرانس مخنيوى و، ځکه دښمنانو نه غوښتل افغانستان دې د دغسې يو مهم کنفرانس کوربه وي.

نویسنده: sarwan
21 غبرګولی 1396
غني: کابل کې د وروستي تروريستي بريد هدف د کابل پروسې کنفرانس مخنيوى و

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په کابل ښار کې د وروستي تروريستي بريد هدف، چې له كبله يې سلګونو كسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د کابل پروسې کنفرانس مخنيوى و، ځکه دښمنانو نه غوښتل افغانستان دې د دغسې يو مهم کنفرانس کوربه وي.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر په ارګ كې په ملي شورا کې د کابل د خلکو استازو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، چې روانه اونۍ به د كابل ښار مختلفو اقشارو سره وګوري.
د هغه په وينا، په اوسنيو شرايطو کې د سياسي مسايلو او همدارنګه د ښار د امنيت د ټينګښت په اړه اجماع ته اړتيا لري، ترڅو وکولاى شي د کابل ښار لا زيات امنيت ټينګ کړي.
په ملي شورا کې د کابل د خلکو استازو د خبرو په مهال وويل، چې لاريونونه د خلکو مدني حق دى، خو د لارو بندول او په واټونو کې د خېمو درول خلکو ته ستونزې جوړوي. دوى له حكومت څخه وغوښتل، چې د تحصن كوونكو قانوني غوښتنو ته پام وکړي، ترڅو دا ستونزه ژر حل شي.
وروسته جمهور رئيس غني څرګنده کړه، چې دوى تل د خلکو قانوني غوښتنې اورېدلي او د هغو اورېدلو ته تيار دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA