د کندهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، پلان لري چې په ټولو ښځینه ښوونځيو کې ښځینه ښوونکو ته د تدریس چارې وسپاري.
دا پرېکړه وروسته تر هغه وشوه، چې په ښځینه ښوونځيو کې د نارینه استادانو څخه شکایتونه زیات شول او ویل کېدل، چې اکثره يې په اخلاقي فساد اخته دي.
د کندهار د پوهنې ريیس عبدالقادر پیوستون په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو وویل، چې ډېر ژر به د کندهار له ټولو ښځینه ښوونځيو نارینه ښوونکي لري او پر ځای به یې ښځینه ښوونکې وټاکي.
پیوستون وايي، چې په اوسني وخت د کندهار د ښار ټولو ښځینه لېسو او مکاتبو لپاره ښځینه ښوونکې پیدا کولای شي او د ولسوالیو ښوونځيو لپاره به هم هڅه وکړي، چې ښځینه ښوونکې په دندو وګماري.
د ده په خبره، دې کار هرکلی ډېرو خلکو کړی دی.
د پوهنې د رييس په خبره، ډېرو خلکو همدې لپاره خپلې لوڼې او خویندې ښوونځیو ته نه استولې چې په ښوونځيو کې د اخلاقي فساد د شتون خورا تندې اوازې وې.
په ورته وخت کې کندهاریان وایي، د اخلاقي فساد ترڅنګ دې د اداري فساد مخه هم ونیول شي.
بلخوا د پوهنې نوی رئیس عبدالقادر پیوستون وايي، چې نه یوازې د اخلاقي فساد پر ضد يې اقدام کړی بلکې د اداري فساد پر ضد يې هم هڅې روانې دي.
پیوستون په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې د کندهار د میوند ولسوالۍ د پوهنې مدیر يې چې په اداري فساد کې ښکېل و له دندې لرې کړ.
دا په داسې حال کې ه، چې له ډېرې مودې راهيسې د کندهار په معارف رياست نيوکې کېدې، چې ګواکې دوی خپل مسووليت په سمه توګه نه دی ترسره کړی.


