ads

تركيې، فلسطين کې د اسراييلو له لوري د کورونو جوړول وغندل

ترکيې د اردن د سيند پر غاړه په باختري سيمه کې د اسراييلو له لوري د استوګنې د ۲۵۰۰ غير قانوني کورونو جوړول غندلي دي.

نویسنده: sarwan
21 غبرګولی 1396
تركيې، فلسطين کې د اسراييلو له لوري د کورونو جوړول وغندل

ترکيې د اردن د سيند پر غاړه په باختري سيمه کې د اسراييلو له لوري د استوګنې د ۲۵۰۰ غير قانوني کورونو جوړول غندلي دي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د فلسطين باختري غاړې له ۱۹۶۷ کال راهيسې د اسراييلو په اشغال کې دي، چې د اسراييلو دا نوى اقدام هم د اشغال يوه برخه ده.
ترکيې له اسراييلو غوښتي، چې د فلسطين په اشغالي سيمو کې دې د کورونو جوړولو پروګرام ودروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم په يو پرېکړه ليک کې له اسراييلو غوښتنه كړې، ترڅو د فلسطين په اشغالي سيمو کې د کورونو جوړولو لړۍ ودروي.
امريکا هم د اسراييلو دغه ګام سره مخالفت ښودلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA