ads

پكتيا كې پر لمونځ كوونكو وسله وال بريد ۳ تنه ووژل

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې وسله والو مخالفينو د دې ولايت په يوه جومات كې پر لمونځ كوونكو بريد كړى او اووه تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
20 غبرګولی 1396
پكتيا كې پر لمونځ كوونكو وسله وال بريد ۳ تنه ووژل

د پكتيا ولايتي چارواكي وايي، چې وسله والو مخالفينو د دې ولايت په يوه جومات كې پر لمونځ كوونكو بريد كړى او اووه تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت كليد ته وويل، چې دا پېښه تېر ماخوستن په زاهو كلي كې د تراوېح لمانځه په مهال رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د وسله والو مخالفينو په ډزو درې لمونځ كوونكي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
حسرت د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت بيا ويلي، چې په دې پېښه كې درې لمونځ كوونكي وژل شوي او نهه تنه نور ژوبل شوي دي.
تراوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسووليت نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA