د ملي يووالي حکومت د وروستيو تروريستي پېښو د قربانيانو د ياد په درناوي نن ملي ماتم اعلان كړى دى.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې په دې وروستيو ورځو کې د تروريستي ډلو د جنايتکارانه بريدونو له كبله په کابل، خوست او هرات ولايتونو كې يو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
د سرچينې په وينا، د افغانستان خلک په دې ورځو کې د خپلو عزيزانو په غم غمجن دي، دولت او خلکو د احساساتو په څرګندولو او ټپيانو ته د وينې په ورکولو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې نن به ملي بيرغ په ټول هېواد کې او له هېواده دباندې د افغانستان په سياسي نمايندګيو کې نيمه ځوړند وي.
حكومت له خلكو غوښتي، چې په دې ورځ په جوماتونو او تکيه خانو كې په خپل حضور د قران كريم د ختمونو په کولو سره په وروستيو پېښو كې وژل شوو كسانو او ټپيانو ته او همدارنګه په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت دعا وکړي.
د يادونې وړ ده، چې نن د ارګ جامع جومات کې د هېواد د درې ګونو قواوو د رهبرۍ په حضور کې د قران كريم د ختم مراسم ترسره کېږي.


