ads

افغانستان په كركټ كې ويسټ انډيز ته ماتې وركړه

د افغانستان او ويسټ انډيز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو نړيوالو يو ورځنيو سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.

نویسنده: sarwan
20 غبرګولی 1396
افغانستان په كركټ كې ويسټ انډيز ته ماتې وركړه

د افغانستان او ويسټ انډيز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو نړيوالو يو ورځنيو سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه د افغان کرکټ ملي لوبډلې په بريا پاى ته ورسېده.
د دې لوبې پچه، چې په ويسټ انډيز كې ترسره شوه، افغان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
د كركټ ملي لوبډلې د سيالۍ د ټولو اورونو په لوبولو او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د ۲۱۳ منډو هدف وټاكه، چې له ډلې يې جاوېد احمدي ۸۱ او ګلبدين نايب ۴۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډله ونه توانېده، چې ياد هدف ته ځان ورسوي، د ۴۴ اعشاريه ۴ اورونو په لوبولو او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۴۹ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۶۳ منډو په توپير افغان ملي لوبډلې ته وبايلله.
د كركټ ملي لوبډلې په توپ اچوونکو كې راشد خان اووه، دولت ځدراڼ دوه او ګلبدين نايب يو لوبغاړى وسوځاوه.
د لوبې غوره لوبغاړى راشد خان وټاکل شو.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخكې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ د ويسټ انډيز په ګټه پاى ته رسېدلې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA