د كاپيسا ولايت د اله ساى ولسوالۍ چارواكي وايي، چې د روژې په مباركې مياشت كې په كابل كې تر چاودنو وروسته په اله ساى كې ګڼ شمېر وسله والو خپلې وسلې پر ځمكه اېښي او له جګړې يې لاس اخيستى دى.
د اله ساى ولسوال غلام نقشبند ساپي كليد ته وويل، سره له دې، چې دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې د کاپيسا د نورو ولسواليو په پرتله زياتې دي، خو د ديني عالمانو او قومي مشرانو هڅو او په کابل کې وروستيو چاودنو ګڼ شمېر وسله والو ته دا انګېزه ورکړې، چې په هېواد كې روانه جګړه د نورو ده او زيان يې يوازې افغانانو ته رسېږي.
د ساپي په وينا، په اله ساى ولسوالۍ کې له حكومت څخه د خلکو د ملاتړ كچه هم زياته شوې ده.
نوموړي زياته كړه، چې د يادې ولسوالۍ اوسېدونكي د خپلو ستونزو د حل لپاه د ولسوالۍ ادارو ته تګ راتګ کوي او پخوا به په سيمه کې ډېري پرېكړې د وسله والو مخالفينو لخوا ترسره كېدلې.
تېر كال دا مهال سلګونو وسله والو د كاپيسا پر اله ساى ولسوالۍ بريد وكړ او سقوط ته نږدې شوې وه، خو د امنيتي ځواكونو له لوري وژغورل شوه.


